ډیلي میل ورځپاڼه راپور ورکوي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په تولید کې له کموالي وروسته په برېتانیا کې له ۷۰ کلونو وروسته د وژونکي صنعتي نشه یي توکي استعمال یو ځل بیا زیات شوی دی.
دا مخدره مواد د هیروینو په پرتله دوه زره ځله ډېر ځواکمن او خورا وژونکی دی.
دا صنعتي توکي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ کال کې د افیوني اراموونکو درملو په بڼه جوړ شول، خو هېڅکله د طبي کارونې لپاره تایید نه شو.
په انګلستان کې لسګونه زره خلک د نیټازین په نوم د خورا قوي مادې د استعمال له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم په بدن کې د نیټازین شتون د موندلو لپاره سمدستي لاره نه شته، خو اغېزه یې فنټانیل او مصنوعي کانابینوییډونو سره ورته دي.
د انګلستان د درملو د ازموینې او تحلیل مرکز ویډینوس څخه د معلوماتو بیاکتنې ښودلې، چې په تېر کال کې په غیرقانوني ډول انلاین پېرودل شوي دوه پر درېیمه برخه درمل نیټازین لري.
په تېرو دوو کلونو کې په انګلستان کې د نیټازین له امله د مړینې شمېر ۴۵۸ ښودل شوی دی.
د دغو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د مړېنو کچه له ۱۲۵ څخه ۳۳۳ ته لوړه شوې ده.
سټیو راولز د ټرانسفارم د مخدره توکو پالیسي بنسټ کې د پالیسۍ لوړپوړي شنونکي وویل: «دا یوازې د یخ کندې یوه برخه ده. د مړینې شمېره په خطرناکه کچه مخ په ډېرېدو ده، هغه څه چې په امریکا کې پېښ شوي باید د برېتانیا پالیسي جوړونکو ته یو خبرداری وي. موږ ممکن د امریکا په څېر ناورین ته لاره هواره کړو، چېرې چې زرګونه یا لسګونه زره خلک ددغه نشه یي توکو له امله مړه شي.»
هغه زیاته کړه: «نیټازین کولی شي چې ډېرې خرابۍ او زیان رامنځته کړي. دا د عامې روغتیا یو جدي اضطراري حالت دی چې په کافي اندازه جدي نه نیول کېږي.»
راولز وویل، چې هیرویین د نیټازین سره مخلوط شوي او د برېتانیا په سړکونو کې لیدل کېږي او داسې ښکاري، چې دا پدیده د هیروینو کمېدو سره مخ په زیاتېدو ده.
نیټازین په مختلفو بڼو پلورل کېږي؛ ځینې یې د نشه یې توکو د پلورونکو له خوا د خالص ګولیو په توګه پېرل کېږي، په داسې حال کې چې نور یې په غیرقانوني موادو لکه هیرویین یا درمل لکه ویلیم او ایکسانیکس کې اضافه کېږي.
فیلیپ بیري د لندن په کینګز کالج کې مشاور او څیړونکی چې مخکې د انګلستان د کورنیو چارو په دفتر کې د مخدره توکو سره د مبارزې چارواکی و او د افغانستان د منظمو جرمونو ټیم او د مصنوعي اپیوډز کاري ځواک سره یې کار کړی، خبرداری ورکړ چې په لنډه موده کې ښایي جرمي ډلې په بازار کې د نایټزاکسان خپرېدو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د ۷۰ څخه ډېر ډولونه نیټازین پېژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، لږترلږه ۱۴ ځانګړي ډولونه په انګلستان کې منع شوي او د جنورۍ په میاشت کې تصویب شوي قانون د نوي غیرقانوني ډولونو د تولید مخنیوي لپاره د نیټازین ټول ډولونه په بشپړ ډول منع کړل.