د ډله ییزو امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماگبتوف د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ګډې پولې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
یاد سازمان ویلي، دغه ناسته د ګډو پولو د امنیت د ښه ټینګښت په موخه شوې ده.
دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا د پروګرام د لومړي پړاو د تطبیق په تمرکز سره د دوشنبې په ښار کې ترسره شوی ده.
د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې امام علي رحمان او د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر د ګډ کار په ټولو پړاونو کې د دواړو لورو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټنګار کړی.
دواړو لوریو د هوکړو په عملي کولو کې د دغه سازمان د غړیو هوادونو د لېوالتیا یادونه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه غونډه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا په موخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان د موخې بین الحکومتي پروګرام لومړي پړاو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشوه.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او تاجکستان د پولو د پیاوړې کولو لپاره د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان بین الحکومتي پروګرام د ۲۰۱۳کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۳نیټه د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان د امنیت شورا د پریکړې سره سم جوړ شوی او هدف یې د تاجکستان او افغانستان د پولو پیاوړتیا بلل کیږي.
خو دغه طرحه د تېر کال په نومبر میاشت کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا د یوې پرېکړې له مخې تصویب شوه.
د دې پروژې په لومړي پړاو کې به تاجکستان د ملي دولتي پېرودونکو له لارې په دغه هېواد کې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د پولو د ساتنې تخنیکي وسایلو د تولید لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو وړتیا په ګوته کوي او بیا به یې مالي سرچینې مشخصې او د اکمالاتو قراردادونه به لاسلیک شي.
په دویمه مرحله کې، چې تطبیق به یې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې ترسره شي، د پروګرام د فعالیتونو عملي تطبیق به په هغو سیمو کې ترسره شي چې اصلي هڅې به یې د پولو ساتنه د وسلو، نظامي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو چمتو کولو سره د تاجکستان د پولې د ساتنې لپاره وي.
د دغې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پولې د پیاوړتیا پلان دریم پړاو چې د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به ترسره شي.