د امریکا او ایران پلاوي د خبرو اترو لپاره مسقط ته رسېدلي دي

۴ ساعتونه مخکې

د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللي دي.

ښاغلي بقايي د ایران پر هوډ ټیګار کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د ایران واکمنۍ او ملي ګټو د ساتنې لپاره له ټولو ظرفیتونو څخه کار اخلي.

د فلایټ رایډر ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، له ایراني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویکټوف الوتکه هم عمان ته رسېدلې ده.

تیره ورځ د متحده ایالاتو د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته په عمان کې د امریکا او ایراني چارواکو ترمنځ د شنبې د ورځې د غونډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه غواړم چې ایران لا پیاوړی هیواد وي، خو دوی نه شي کولی چې اټومي وسلې ولري.»

یوې سرچینې چې له دې موضوع سره اشنا ده اکسیوس خبري اژانس ته وویل، «خبرې به په لومړي سر کې په غیر مستقیم ډول پیل شي او که لومړۍ ناسته مثبته فضا ولري، نو امکان لري چې دواړه خواوې به د ورځې په وروستیو کې مستقیمو خبرو ته داخل شي.»

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

دغه ایراني چارواکي وویل: د دغو خبرو اترو موده چې یوازې د اټمي مسلې په اړه به وي، د امریکايي لوري په جديت او ښه نیت پورې اړه لري.

نور خبرونه

رادیو