امريکا له چين څخه د موبايل او کمپيوټر پر وارداتو ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې

۲۰ ساعتونه مخکې

امریکا له چین څخه د ځېرک ټلېفونونو، کمپیوټرونو او د ځینو بریښنایي تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې.

د امریکا د ګمرکاتو ادارې شل ډوله توکي چې لپټاپ کمپیوټرونه، د معلوماتو ذخیره کولو او د معلوماتو د پروسس وسایل پکې شامل دي، د معافیت وړ اعلان کړي دي.

که څه هم د ټرمپ ادارې د دې معافیتونو د صادرولو لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی، خو دا پرېکړه د امریکا د ټېکنالوژۍ لویو شرکتونو لکه اېپل، ډیل او نورو واردونکو لپاره هیله مند خبر ګڼل کېدای شي.

د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په وینا، دا معافیت یوازې د ټرمپ په غچ اخیستونکي تعرفو کې پلي کېږي او پخوانۍ 20 سلنه تعرفې چې په متحده ایالاتو کې د فنټانیل ناورین سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په خپل ځای پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو