د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي د عمان له خوا د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب هرکلی وکړ او دغه خبرې یې د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام وباله.
هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه خبرې اترې به رغنده پایلې ولري او د دوه اړخیزو همکاریو او په سیمه کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره به نوې دروازې پرانیزي.
البدیوي ټینګار وکړ، چې د عمان د دغو خبرو اترو کوربه توب د خبرو اترو د ژبې د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د تفاهم د پلونو د جوړولو لپاره د دغه هېواد د هوښیارانه چلند پایله ده او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د مسقط د دوامدارو هڅو ښودنه کوي.
هغه همداشان د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو رول ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه له نورو هېوادونو سره په خپلو ټینګو اړیکو باندې تکیه کوي او تل د شخړو د حل لپاره د سوله ییزو حل لارو په لټه کې دي او داسې نوښتونه وړاندې کوي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له ګټو سره سمون لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللی دی.
رویټرز خبري اژانس تېره ورځ د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.
د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نهشي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.
د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نهشي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.