وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې ایراني چارواکي د یوې نوې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتونکي دي.
دغه راپور چې د شنبې په ورځ خپور شوی، پکې راغلي چې یاد چارواکي غواړي خپلو بندو میلیاردونو ډالرو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي او همداراز امریکا دې پر هغو چینايي شرکتونو فشار پای ته ورسوي، چې د ایران نفت پېرې.
د دې راپور پر بنسټ، تهران د دې پروړاندې چمتو دی چې د یورانیمو غنيکول هغې کچې ته بېرته وګرځوي چې په برجام کې پرې موافقه شوې وه.
د رسمي سرچینو په وینا، د دې خبرو موخه د ایران د اټومي فعالیتونو تخنیکي جزییاتو ته ننوتل نه، بلکې د لومړنیو دریځونو ارزونه او د راتلونکو خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول دي.
په راپورونو کې راغلي، چې که چېرې تهران له خپل اټومي پروګرام څخه د لاس اخیستو مخالفت وکړي، ویټکاف ویلي چې دا موضوع به ولسمشر ټرمپ ته وسپاري.
له دې سره، تر اوسه روښانه نه ده چې د ټرمپ اداره به په نوې هوکړه کې د ایران د غني کولو حق ومني او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ په یوې رسمي بیانیه کې اعلان وکړ، چې د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې د دواړو هېوادونو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره مثبت ګام و.
ویتکاف له عراقچي سره په دې په کتنه کې ټینګار کړی، چې د ډونالډ ټرمپ له خوا ماموریت لري څو د امریکا او ایران ترمنځ اختلافونه د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
ټاکل شوې ده، چې دواړه خواوې راتلونکې شنبې یو ځل بیا سره وګوري.