د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ د غزې په سوېل کې د خان یونس او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د یو پلان شوي برید څخه دمخه د دغه ځای د پرېښودلو خبرداری ورکړی.
د پوځ اړوندو چارواکو پر اېکس لیکلي: "د اسراییل پوځیان په سیمه کې د پام وړ ځواک سره عملیات کوي او په هر هغه ځای کې به په شدت سره برید وکړي چې راکټونه توغول کېږي."
دوی زیاته کړې: "د خپل خوندیتوب لپاره، سمدلاسه لوېدیځ لوري ته د المواسي په سیمه کې پېژندل شوي پناه ځایونو ته ولاړ شئ."
تر دې مخکې د شنبې په ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یسرایل کاتز اعلان وکړ، چې پوځ پلان لري څو د غزې په تړانګه کې خپل روان عملیات پراخ کړي.
کاتز همداراز ویلي و، چې د دغه هېواد ځواکونه به د غزې نویو سیمو ته ننوځي ترڅو «دغه سیمې له ترهګرو او د دوی له زیربناوو څخه پاکې کړي» او پراخې سیمې به د اسراییل په امنیتي زونونو کې ور زیاتې کړي.