د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مکلافلین وايي چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د «اېستلو د لنډمهالي خونديتوب وضعیت» (ټيپياېس) لغوه شوی دی.
ښايي د دغه اقدام په ترڅ کې۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان چې د لنډمهالي خونديتوب (ټيپياېس) وړ وو، تر راتلونکې مې میاشتې پورې د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
د دغه اقدام په ترڅ کې چې د کډوالو پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د پراخو اقداماتو یوه برخه بلل کېږي، تر جون میاشتې ۷ زره ۹۰۰ د کامرون وګړي هم د اېستلو له ګواښ سره مخ کوي.
تمه کېږي چې له دې پرېکړه سره، د افغانستان او کامرون تر ۲۲ زرو ډېر وګړي به د دوو میاشتو په اوږدو کې له اېستلو څخه د خپل لنډمهالي خونديتوب (ټيپياېس) له لاسه ورکړي.
د لنډمهالي خونديتوب (Temporary Protected Status) یا (ټيپياېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسلهوالو جګړو یا فوقالعاده پېښو سره مخ شوي وي.
دغه سند په معمول ډول له ۶ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې دوام لري او د تمدید وړ دی. دا ډول اقامت د اېستلو مخنیوی کوي او همداراز د کارکولو اجازه هم ورکوي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مکلافلین وايي، د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر «کریسټي نوم» پرېکړه کړې چې اوسنی وضعیت په افغانستان او کامرون کې داسې دی څو د یادو هېوادونو وګړي نور د خونديتوب وضعیت د ترلاسهکېدو وړ نه دي.