سور صلیب: غزه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې

۲ ورځې مخکې

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشره وايي چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

میرجانا سپولیاریچ د جمعې په ورځ (اپرېل ۱۱مه) زیاته کړې چې که چېرې غزې ته بشري مرستې ونه‌‌رسېږي، د دغه سازمان سیمه‌ییز روغتیايي مرکزونه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د سرچینو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې په جینیوا کې د دغه بنسټ په مرکزي دفتر کې رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ اوس په داسې حالت کې یوو چې غزې ته د انسانانو لپاره د ځمکې پر سر له دوزخ پرته بل څه نه‌شي ویل کېدای. په ډېرو سیمو کې خلک اوبو، برېښنا او خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري.»

د مارچ له دویمې نېټې راپدېخوا غزې ته د مرستو نوې کڅوړې نه دي رسېدلي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځ د مرستو موټرو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د اوربند د بل پړاو په اړه مذاکرات هم ځنډول شوې دي. اسراییلي پوځي دغو بریدونو ته یو وار بیا د مارچ له ۱۸مې راهیسې زور ورکړی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د ۴۲ ورځني اوربند په بهیر کې غزې ته د مرستو ۲۵ زره موټرونه ننوتلي، خو حماس له دې مرستو څخه د خپل جنګي ماشین د بیا جوړېدو په موخه کارولې دي. ورته مهال، حماس بیا دغه ادعا رد کړې ده.

سپولیاریچ زیاته کړې چې د بشري فعالیتونو لپاره لازمې زیرمې په ډېرې چټکۍ سره کمې شوې دي. نوموړې خبرداری ورکړی: «په تېرو شپږو اوونیو کې هېڅ شی غزې ته نه دی رسېدلای، نو موږ به په راتلونکو یا دوو اوونیو کې د روغتون د فعالیت دوام لپاره سرچینې ونه‌لرو.»

بل‌خوا د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د انټي بیوټیکونو او وینې کڅوړو زیرمې په چټکۍ سره ختمېږي. د دغه بنسټ استازي ډاکټر ریک پېپر کارن له بیت‌المقدس څخه د ویډیو له لارې خبریالانو ته ویلي چې د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۲۲ تر ډېرې کچې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته د غزې روغتیايي سرچینو ویلي چې د پرون ورځې سهار راهیسې د اسراییل په تازه بمباریو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د یادونې ده چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ زره ۸۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ زره ۸۷۵ نورټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو