د اوکراین استخباراتو ادعا کړې، چې د ۱۶۳ چینایي وګړو معلومات یې ترلاسه کړي چې د روسیې لهپاره په اوکراین کې جګړه کوي. دغه معلومات وروسته له هغې خپاره شول چې څه وخت وړاندې د اوکراین پوځ په جګړه کې دوه چینایي وګړي ونیول.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اپریل په نهمه خبریالانو ته وویل: "موږ معلومات راټولوو ، موږ باور لرو چې نور ډېر څه لا هم شته."
همدا راز زېلېنسکي چینایي چارواکي په دې تورن کړي، چې د اوکراین پر وړاندې د جګړې لهپاره د خپلو اتباعو د استخدام په برخه کې مرسته کوي.
زېلېنسکي وویل: "بیجینګ په دې اړه پوهیږي. روسیه د چینایي ټولنیزو شبکو له لارې د استخدام په اړه د اعلاناتو ویډیوګانې خپروي."
راپورونه ښيي، چې روسیې د جګړې له پیل راهیسې نړۍوال جنګیالي استخدام کړي، خو دا کار اوکراین هم کړی دی. خو د چینايي جنګیالیو حضور، چې د روسیې په ملاتړ جګړه کوي، له هغو شمالي کوریايي سرتېرو سره پرتله شوی، چې د پیونګ یانګ په مرسته د کرسک اوبلاست د بېرته نیولو لپاره ډلهییز ډول روسیې ته ورغلي وو.
د خپرو شویو اسنادو له مخې د اوکراین د استخباراتو لهخوا پیژندل شوي لومړني چینایي جنګیالي د ۲۰۲۳ په دوبي کې روسیې ته رسیدلي.
د ټيک ټاک یو ویډيو چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې خپره شوې په کې یو چینایي وګړی ادعا کوي. "ستاسو ورځنی معاش به دېرش زره روسي روبل وي. روسیې ته ښه راغلاست!"
په روان کال کې هم د ویډیوګانو اعلانونه ښیې چې چینایي نارینه وو ته بلنه ورکول کیږي، چې د روسیې لهپاره مبارزه وکړي. نورې ویډیوګانې ښیې چې چینایي استخدامونکي خلک هڅوي چې د لوړ معاشونو په بدل کې د روسیې په وسله والو ځواکونو کې شامل شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د چونګ چینګ ژاو روی په نامه یو جنګیالي ویلي: "مه راځئ. دلته د راتلو لهپاره هېڅ ښه نه دي." یاده دې وي چې د ډسمبر په میاشت کې، ژاو لومړنی چینایي سرتېری و چې مړ شو.
په یوه مستند فلم کې چې د مارچ په میاشت کې خپور شو، یو چینایي بریدګر چې 'ماکرون' نومېږي، خپلې تجربې له خبریالې چای جینګ سره شریکې کړې.
ماکرون وویل: "زه پوهیدم چې ممکن یوه ورځ دلته مړ شم، نو ما پرېکړه وکړه چې ځینې ریښتینې تجربې شریکې کړم."
ماکرون وویل: "د روسیې په روزنیز کمپ کې له پیله سخت نژادي تبعیض موجود و. تورپوستو، عربو او چینایانو سره تبعیضي چلند کېده."
توکمپالنه د هغو چینایي سرتېرو په څرګندونو کې ښکاره ده چې د کرښې خطرناکو برخو ته لېږل کېږي. دوی، لکه نور بهرني جنګیالي، ځانونه د سختو بریدونو په لومړۍ کرښه کې ویني."
ډېری نور چینایي استخدام شوي جنګیالي په «طوفان-Z» واحدونو کې شامل دي؛ هغه ځانګړي واحدونه چې واګنر ډلهییزو بنديانو ته جوړ کړي وو او په جګړه کې د لوړ تلفاتو د زغملو لپاره کارول کېدل.