پاکستانی توکمه کاناډايي او د ممبيي د بریدونو یو تورن امریکا هند ته وسپاره

۱۰ ساعتونه مخکې

د هند د ترهګرۍ ضد اداره وايي، له څو کلونوو اوږدو، منظمو او ګډو هڅو وروسته یې د ممبيي د ۲۰۰۸ کال برید کې ښکېل کس ترلاسه کړ. وړاندې تردې د امریکا سترې محکمې هند ته د پاکستاني توکمه کاناډايي رانا د سپارلو غوښتنه رد کړې وه، خو هند بیا هم دغه غوښتنه کوله.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه وايي، چې د امریکا له خوا هند ته د رانا سپارل د لومړي وزیر نریندار مودي د حکومت د ډیپلوماسۍ یوه لویه بریا ده.

هغه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي:« دا د هند د حکومت مسولیت دی، چې ټول هغه کسان بېرته راولي، چې هند او د هند له خلکو یې سوء استفاده کړې ده.»

هند د ۲۰۲۰ کال کې په جون میاشت کې د رانا د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو د هند دا غوښتنه د روان کال د فبروري په میاشت کې په واشنګټن کې د مودي او ټرمپ د یو ګډ کنفرانس په ترڅ کې د ټرمپ له خوا ومنل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټامي بروس وايي:«امریکا له اوږدې مودې راهیسې د هند د هڅو ملاتړ کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دې بریدونو مسولین عدالت ته راوکاږل شي. هغه «رانا» د دوی «هند» په واک کې دی او موږ په دې حالت ډیر ویاړو.»

رانا لشکر طیبه سره د ملاتړ په تور په ۲۰۱۳ کال کې په امریکا کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی و، هند د پاکستان لشکر طیبه ډله په دغه هېواد کې د ۲۰۰۸ کال د بریدونو مسوله بولي او پر سوداګر رانا تور دی چې په دغو بریدونو کې یې مرسته کړې ده.

پر همدغه مهال تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د یوې خبرې غونډي پرمهال وویل:« تر هغه ځایه چې زموږ ریکارډ ښيي هغه «رانا» په تیرو دوو لسیزو کې د خپلو پاکستاني اصلي اسنادو د نوي کولو غوښتنه هم نه ده کړې.»

د رانا وکیل ویلي، چې «رانا یو ښه انسان و، خو په یو ناوړه موضوع کې ښکېل شو.»

د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې لسو وسله والو د هند د مبميي ښار په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه وکړل او په پایله کې یې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

هند ویلي، چې د پاکستان لشکر طیبه ډله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ترهګریز سازمان بولي، په ممبيي کې د ۲۰۰۸ کال بریدونه تنظیم کړي دي، خو پاکستان د افراطي فعالیتونو ملاتړ ردوي.

نور خبرونه

رادیو