اقتصادي ناندرۍ؛ چین د امریکا پر وارداتي توکو خپلې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې

۳ ورځې مخکې

د چین د دولتي شورا د تعرفې کمیسیون، د امریکا پر وارداتو خپلې غچ اخیستونکې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته پورته کړې.

چین دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې وکړ، چې د چینايي توکو پر وارداتو یې تعرفې ۱۵۴ سلنې ته لوړې کړې.

د چین د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی:« د امریکا له خوا پر چین د غیرطبیعي تعرفو لګول د نړیوالو سوداګریزو اصولو، بنسټیزو اقتصادي قوانینو او نارمل عقل خلاف کار دی. دا یو بشپړ زورزیاتی او ګواښ دی.»

رویټرز خبري اژانس د اقتصادي کارپوهانو په حواله وايي، چې دا کار د سوداګریزې جګړې شدت زیاتوي او د چین نړیوال ځینځیري تامین د ګډوډیو ګواښ پېښوي.

په ورته مهال د امریکا او چین د سوداګریزو ناندریو په پراخیدو سره د ونډو په نړیوال مارکیټ کې د اروپا وڼدې مخ په ښکته روانې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو