الجزیرې ټلویزیوني شبکې ته روغتیايي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې د اسراییل په تازه بمباریو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
راپورونه ښيي، چې بریدونه لا هم دوام لري او د د مرګ ژوبلې شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
د پنجشنبې په ورځ د غزې په جنوب خان یونس کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي او اوه ماشومان ټپیان دي.
په رفع کې هم د برید پر مهال یو فلسطیني وګړی وژل شوی او څلور نور ملکیان ټپیان دي. په مرکزي غزه کې د اسراییل بې پېلوټه الوتکې ملکي وګړي په نښه کړي، چې ګڼ شمېر ټپیان د الاقصی روغتون ته لېږدول شوي دي.
په شمالي غزې کې هم د دغو بریدونو له امله په العطاطره سیمه کې دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم خبرداری ورکړی، چې د اسراییل لخوا د بشري مرستو د بندیدو له امله، د ناروغیو خپرېدا او د ملکي تلفاتو خطر زیات شوی.
هغه ویلي، چې له ۱۰ زرو زیات کسان بیړنۍ روغتیایي تخلیې ته اړتیا لري.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) خبرداری ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې، دا د بشري مرستو تر ټولو اوږد بندیز دی، چې د غزې خلک یې زغمي.
دغه اداره په خواله رسنیو کې ویډوګانې خپرې کړي، او د اوربند د بیا تمدید غوښتنه یې په کې کړې.
په یوه ویډیو کې ام خالد چې د غزې ښار د شجاعیه له سیمې ده وایي: «زما کورنۍ پنځه ځله اړه شوې چې خپل کور پرېږدي، اوس مو ژوند ډېر سخت دی او د خوړو لپاره کافي څه نه لرو.»
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰،۸۸۶ کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او ۱۱۵،۸۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د حکومتي رسنیو دفتر بیا دا شمېر زیات ښیي او وایي چې له ۶۱،۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې بند پاتې دي او احتمال شته چې وژل شوي وي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس د بریدونو سره پیل شوه.
له هغه وخت راهیسې ۱،۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي او له ۲۰۰زیات کسان یرغمل نیول شوي دي.