د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو څخه غوښتي چې له اوکراین سره د "احمقانه جګړې" پای ته رسولو لپاره "ګامونه" واخلي. ورته مهال د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکوف په روسیه کې د ولادیمیر پوتین سره د شخړو د هوارولو په موخه لیدلي.
ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو راهیسې په مسکو او کییف فشار راوړی چې اوربند وکړي، خو متحده ایالات په دې برخه کې چې له کرملین څخه کوم امتیاز ترلاسه کړي پاتې راغلی.
ټرمپ تېره میاشت ان بي سي نیوز ته وویل، چې هغه خپل روسي سیال ته "غوسه" دی.
بل خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې واشنګټن به د روسیې سره د شخړې په اړه "نه ختمیدونکې خبرې اترې" ونه زغمي.
د ټرمپ له دې څرګندونې لږ وروسته کرملین وویل چې د پوتین او ویتکوف ترمنځ خبرې پیل شوې دي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دغه غونډه چې د پوتین په اصلي ښار سنټ پیټرزبورګ کې ترسره شوه، د اوکراین د جوړجاړي پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې.
د روسیې دولتي رسنیو د پیسکوف له قوله ویلي: "د دې اړتیا نشته چې دلته د کوم پرمختګ تمه وشي، د اړیکو د عادي کولو بهیر روان دی."
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دواړه به د پوتین او ټرمپ ترمنځ د احتمالي ناستې په اړه بحث وکړي وویل: «شاید»
ویټکوف د ټرمپ له بیا ولسمشر کیدو راهیسې په روسیه کې له پوتین سره دوه ناستې کړې دي.
له پوتین سره له ناستې وروسته ویټکوف وویل چې پوتین یو «لوی مشر» دی او «بد سړی» نه دی.