شاه‌محمود میاخېل: د جمهوریت د پرځېدو اصلي لامل د چارواکو کمزوری باور و

۲ ساعتونه مخکې

د مخکېني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل په وینا، د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو اصلي لامل د حکومت متمرکز جوړښت نه و، بلکې د هغو چارواکو کمزوری باور و چې په همدې جمهوریت کې یې مهمې دندې ترسره کولې.

میاخېل دا څرګندونې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي بیان کې وروسته له هغې کړي چې د امریکا د مشرانو جرګې د «افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون» د هېواد د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

نوموړی وايي،د محمدعمرداوودزي، یونس قانوني او ځینو بهرنیو چارواکو د جمهوریت پرځېدو لامل متمرکز حکومت بللی، خو دا ارزونه یې ناسمې دي. دی وایي: «هر ډول نظام چې وي د رهبرۍ ټیم، د قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ ته ژمنتیا ده چې د بقا تضمین ورکوي.»

د هغه په باور، د جمهوریت تر چتر لاندې متمرکز نظام شل کاله دوام وکړ، خو که غیرمتمرکز وای، ښایي دومره هم نه وای پاتې شوی. نوموړي دا هم زیاته کړې چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې زیاتره لوړپوړي چارواکي او پارلماني غړي د هېواد پر ځای په بهر کې تمایل درلود، چې دا یو بل علت و چې نظام یې له‌منځه یوړ.

میاخېل همداراز اشاره کړې چې امریکا او متحدینو یې لا له ۲۰۰۹م کال راهیسې پر دې پوهېدلي وو چې د جمهوریت مشران او سیاست‌وال د دوی د ستراتیژیکو اهدافو شریک نه دي، نو له همدې امله یې د وتلو علني څرکونه ورکړي وو. نوموړي ټینګار کړی چې افغان مشران د دغو نښو نښانو د درک کولو پر ځای، خپلو امتیاز غوښتنو ته دوام ورکړی و.

د شاه‌محمود میاخېل په وینا، د جمهوریت دننه د فساد، شخصي معاملاتو او د قانون نه پاملرنې کلتور حاکم و او چارواکو د نظام د ثبات پر ځای یوازې خپلې ګټې تعقیبولې.

شاه‌محمود میاخېل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د «افغانستان د جګړې د ارزونې په کمېسیون» کې د هېواد لپاره د جمهوري نظام انتخاب یوه تېروتنه بللې او په وینا یې، شاهي یا پارلماني سېسټم د دغه هېواد له‌پاره ښه انتخابونه کېدای شي.

هغه د امریکا په مشرانو جرګه کې د «افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون» په غونډه کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې جوړ شوي جمهوري نظام سېسټم واک د یوه کس په لاس کې و.

نور خبرونه

رادیو