الجزیرې نن جمعه د وري ۲۲مه نیټه راپور ورکړی، چې امریکا په تېرو څو ساعتونو کې په یمن کې د حوثيانو تر واک لاندې په بیلابېلو سیمو بریدونه کړي.
دغه بریدونه په صنعا او شاوخوا سیمو کې شوي. او تر اوسه پورې د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
په وروستیو ورځو کې، د امریکا پوځ په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې خپل عملیات زیات کړي دي.
د حماس او اسراییل تر منځ د شخړې له پیل څه وخت وروسته، حوثیانو د فلسطین په ملاتړ په سره سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن خلیج کې پر نړیوالو کښتیو بریدونه پیل کړل، چې په سیمه کې یې سمندري امنیت له ګواښ سره مخ کړ.
د دغو بریدونو پراخوالی ان د هند سمندر ته هم غځېدلی و.