د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په واشنګټن کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د همکاریو پر ژورتیا ټینګار کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې دواړو مشرانو د ازبکستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لارو چارو یې خبرې وکړې.
روبیو د داعش د ماتولو لپاره د نړۍوال ایتلاف سره د یوځای کیدو په اړه د ازبکستان وروستۍ پرېکړه وستایله او دا یې د سیمه ییزې ترهګرۍ ضد هڅو کې یو مهم ګام وباله. هغه همدا راز له امریکا څخه د شړل شویو اتباعو د راستنیدو په برخه کې د ازبکستان له مرستو څخه هم مننه وکړه.
روبیو پر اېکس د سیدوف ستاینه کړې او لیکلي یې دي "د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سیدوف زموږ قوي شریک دی."
هغه زیاته کړې: "دا ډول ملګرتیا مهمه ده ځکه چې موږ د امریکا سوکالۍ او امنیت ته لومړیتوب ورکوو. زموږ د هېوادونو ترمنځ د پانګونې او په مهمو منرالونو او نورو برخو کې د همکارۍ لپاره ډېر امکانات شته."
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خبرو اترو "د اټومي انرژۍ د خوندي ټېکنالوژیو عصري کولو" او په ستراتیژیکو صنعتونو کې د همکارۍ له لارې د اقتصادي فرصتونو په وده کې د دوه اړخیزو ګټو په اړه هم خبرې وشوې.