د فیلیپین پر وارداتو د امریکا تعرفې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو لوی تړون ګواښي

۸ ساعتونه مخکې

د رویټرز د راپور له‌مخې، په امریکا کې د فیلیپین سفیر خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پر وارداتي توکو د متحده‌ایالاتو نوې لګېدلې تعرفې کولای شي د یاد هېواد لپاره د اېف-۱۶ جنګي الوتکو د څو مېلیارد ډالرو قرارداد په ګډون د امریکایي وسلو پېرودلو پر وړتیا مستقیمې او منفي اغېزې ولري.

د متحده ایالاتو د یوې وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، امریکا ته د فیلیپین پر صادراتو ۱۷ سلنه تعرفه لګېدلې ده. دا پرېکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د نړۍوالو تعرفو تر اعلان وروسته شوې ده.

که څه هم ټرمپ له هغې وروسته اعلان وکړ، چې د دغو تعرفو پلي‌کېدل به د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي، خو په دې ځنډ کې به له چین څخه واردېدونکي توکي نه وي شامل او د فیلیپین په ګډون د سوېل ختیځې اسیا هېوادونه به لاهم په دې موده کې ۱۰ سلنه تعرفه پرې کوي.

په متحده‌ایالاتو کې د فیلیپین سفیر رویټرز ته ویلي: «دا اېف-۱۶ جنګي الوتکې زموږ لپاره ډېرې ګرانې دي. که زموږ اقتصاد د تعرفو له وجې تر فشار لاندې راشي، نو موږ به په څرګنده توګه د دې تجهیزاتو د پېرلو وس ونه‌لرو.»

هغه خبرداری هم ورکړی چې د دغه بهیر دوام نه یوازې د فیلیپین دفاعي پلانونه اغېزمنولای شي، بلکې د دغه هېواد او متحده‌ایالاتو ترمنځ ستراتیژیکو اړیکو ته هم زیان رسولای شي. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په دې وروستیو کلونو کې هڅه کړې څو له چین سره د سیالۍ لپاره د سوېل ختیځې اسیا په هېوادونو کې د خپلې اړیکې رېښې قوي کړي.

د واشنګټن او مانیل ترمنځ یو مهم پوځي تړون په دې وروستیو کې د اجنډا د سر برخه ګرځېدلې چې د «لاک‌هېډ مارټین»د پرمختللو اېف-۱۶ جنګي الوتکو پېرل دي.د دغه احتمالي قرارداد ارزښت ۵.۵۸ مېلیارد ډالره اټکل شوی او د فیلیپین د هوايي ځواک د عصري‌‌والي لپاره د دفاعي پلانونو یوه مهمه برخه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو