ډېپلوماټان: د واشنګټن او اروپا ترمنځ بې‌باورۍ پر ایران د پوځي اقدام امکان ډېر کړی

۱۰ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات راتلونکې شنبه په عمان کې پېلېږي، د واشنګټن دا پرېکړه چې له خپلو اروپايي ملګرو، په ځانګړي ډول بریتانیا، فرانسه او جرمني سره یې همغږي نه ده کړې، له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

یو شمېر شنونکو او ډېپلوماټانو له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، چې دا اقدام نه یوازې په مذاکراتو کې د واشنګټن دریځ کمزوری کوي، بلکې د تهران پر وړاندې د امریکا یا اسراییل د پوځي اقدام ګواښ لاډېروي.

د درېیو اروپايي ډېپلوماټانو په وینا، د امریکا حکومت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د مذاکراتو تر رسمي اعلانېدو څخه مخکې په عمان کې د راتلونکو مذاکراتو په تړاو اروپایي هېوادونو ته لازم معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې اروپايي هېوادونه، د ۲۰۱۵ د اټومي هوکړې د پاتې کېدو له امله یوازیني نړۍوال لوبغاړي دي چې کولای شي د بندیزونو د بېرته راوستلو میکانېزم چې «اسنپ‌بک» بلل کېږي، فعال کړي.

د امریکا د یهودانو د ملي امنیت انسټېټیوټ شنونکې، بلېز مېشل ټینګار کړی چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د هر ډول ډېپلوماټیک حل د بریالیتوب لپاره له خپلو اروپایي ملګرو سره بشپړې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.

مېشل خبرداری ورکړی چې د همغږۍ نشتوالی کولای شي پر تهران د لوېدیځ ګډ فشار له لاسه ورکړي او د مذاکراتو د ناکامۍ یا ان پوځي جګړې د رامنځته‌کېدو لپاره لار هواره کړي.

بل‌خوا ټرمپ تېره ورځ په سپینې ماڼۍ کې د خپلې وینا پرمهال، یو ځل بیا د «قوي فشار» سیاست ته اشاره او ګواښ یې کړی چې که له ایران سره راتلونکي مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

نوموړي همدراز په ټینګار سره اعلان کړی چې اسراییل به د دغه پوځي اقدام «مشر» وي، یو داسې اقدام چې د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ نږدې همغږي ښیي، خو ټرمپ بیا خپل اروپايي ملګري څنډې ته کړي دي.

هغه وویل: «اسراییل به له شک پرته په دې مساله کې ښکېل وي او د مشرۍ رول به ترسره کوي، خو هېڅوک زموږ مشري نه اخلي. موږ که هرڅه وغواړو، کولای یې شو چې ترسره یې کړو.»

نور خبرونه

رادیو