په نیویارک کې سیاحتي چورلکه سیند ته لوېدلې ده

۷ ساعتونه مخکې

د متحده ایالاتو نیویارک ښار لویر منهاټن ته نږدې د هډسن په سیند کې یو چورلکه لوېدلې ده. د راپورونو له مخې یاده پېښه مرګ ژوبله لري، خو تر اوسه د قربانیانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

له دغه پېښې یوازې درې کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین رامنځته شوې او پېښو پر وړاندې د مبارزې ډلې په اوبو کې د ډوبې شوې چورلکې د قربانیانو په لټه کې دي.

اې بي سي نیوز د چارواکو له قوله په دغه چورلکه کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

ددغه پېښې په اړه د نیویارک استازې ګریس مینګ په ټولنیزو رسنیو لیکلي: "د هډسن سیند کې د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه ویره لري."

د دغې پېښې په تړاو، د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې یوه بیل ۲۰۶ ډوله چورلکه د هډسن په سیند کې نسکوره او ډوبه شوې ده، خو په چورلکه کې د سپرو کسانو شمېر لا هم معلوم نه دی.

دغې ادارې ویلي چې د پېښې پلټنې رواني دي.

د نیویارک ښار د پولیسو یوه ویاند ویلي، چې د پولیسو کښتۍ په هډسن سیند کې د ژغورنې په موخه هڅې کوي، خو په دې اړه چې څومره کسان په کې سپاره وو، دقیق معلومات نشته.

نور خبرونه

رادیو