د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په عمان کې د امریکا او ایران د اټومي خبرو په اړه هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې دا خبرې به د سولې لامل شي.
مارک روبیو د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې غونډې ته وویل: "موږ هیله لرو چې دا به د سولې لامل شي.موږ د دې په اړه هیله مند یوو."
ټاکل شوې چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د شنبې په ورځ په عمان کې خبرې وشي. واشنګټن وايي چې خبرې به مستقیمې وي، په داسې حال کې چې تهران ټینګار کوي چې دوی به د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په غیر مستقیم ډول د منځګړیتوب په توګه کار کوي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې که چیرې خبرې یوې موافقې ته ونه رسیږي د ایران پروړاندې نظامي اقدام ممکن دی. هغه زیاته کړه چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسیدو لپاره "ډیر وخت" نه نشته.
لوېدیځ قدرتونه پر ایران تور لګوي چې د یورانیمو په غني کولو سره د اټمي وسلو د جوړولو یوه پټه اجنډا لري چې د یورانیمو په غني کولو سره په لوړه سطحه د اتومي انرژۍ د تولید لپاره د توجیه وړ وي. خو تهران وايي چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ملکي انرژۍ د موخو لپاره دی.