د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د تېرې دوشنبې په ورځ (د وري میاشتې ۲۵مه) د تورخم له لارې د پاکستان حکومت ۳۲۴۲ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې په دغه ستانه کړی شویو کې ۱۳۸۹ کسان د (ACC) کارت درلودونکي او ۱۸۵۳ بې اسنادو افغان کډوال شامل دي.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، پنجاب او کشمیر ایالتونو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تر دې مهاله ۳۷۱۵۱ افغانان چې ۲۰۴۴۷ یې د (ACC) کارت لرونکي او ۱۶۷۰۴ بې اسنادو کډوال دي، د تورخم له لارې په جبري ډول ستانه کړی شوي دي.
د پاکستان حکومت په خپرو کړو شمېرو کې د ۲۰۲۳ کال راپه دې خوا ۵۶۰۵۳۴ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
بل خوا بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر محمد تادین خان د دغه هېواد په فېډرالي حکومت غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل د ستونزو حللاره نه ده او حکومت دې د متقابل تفاهم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
ښاغلي تره کي وویل: «موږ له څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوو او دلته مو دوه نسلونه زیږیدلي دي.»
هغه زیاته کړه چې دغو کډوالو د پاکستان په پرمختګ کې مرسته کړې ده.
هغه له ۵۳ نادولتي موسسو څخه غوښتنه کړې، چې د پاکستان حکومت سره په مالي برخه کې مرسته وکړي، ترڅو د افغان کډوالو سره د سفر لګښت او خوراکي توکو په برابرولو کې همکاري وشي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام په ډېرې چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو څخه بېرته افغانستان ته ستنوي.