په ډومينیکا کې د شپني کلب چت پرېوتو پېښه کې د مړو شمېر ۱۲۴ ته لوړ شو

۲۰ ساعتونه مخکې

د چهارشنبې په ورځ د ډومینیکا چارواکو وویل، چې د دغه هیواد په پلازمېنه کې د یو شپني کلب د چت پرېوتو له امله د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۲۴ ته لوړ شوی.

د رویټرز له‌خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د پېښې په ځای کې د بېړنۍ ډلې کارکوونکي له کنډوالو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو د را اېستلو په لټه کې دي.
چارواکو وویل، چې په مړو شویو کسانو کې یو مشهوره سندرغاړی، یو والي او د میجر لیګ بیسبال پخوانی توپ وهونکی اوکتاویو ډوټل شامل دي.
د چارواکو په وینا، د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون خورا ستونزمن شوی.
دغه شپنی کلب د سې شنبې په ورځ پرېوت؛ له بل پلوه له وړمې ورځې راهیسې کورنۍ په سانټو ډومینګو کې د جیټ سیټ کلب بهر راټولې شوې، چې د خپلو ورکو شویو خپلوانو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
الېکس ډي لیون چې د خپلې مېرمنې په لټه کې دی وایي: « له بده مرغه زه د هغې په اړه هیڅ معلومات نه لرم.»
هغه چې دوه ماشومان لري وایي:« زما ۱۵ کلن زوی ډېر خواشینی دی او کوچنی زوی مې چې ۹ کلن دی، ارام دی؛ ځکه چې موږ ورته ویلي، چې مور یې په کار ده.»
د ګاونډي هایتي لومړي وزیر الېکس ډیډیر فیلس اېم هم د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
دغه پېښه د ډومینیکا مشهور سندرغاړي روبي پیریز د کنسرت پرمهال شوې ده.
د پېښې پرمهال سیاستوالو، ورزشکارانو او نورو مشهورو شخصیتونو هم په کنسرت کې ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو