ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، چې که څه هم د داعش ګواښ جدي دی، خو دا د امریکا لپاره یوه تېروتنه ده، چې د دې ډلې د کنټرول لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي.
دغې ورځپانې لیکلي: "موږ باید د نورو ترهګرو څخه د ساتنې لپاره په طالبانو تکیه ونه کړو."
د دې مقالې د لیکوال په وینا، د طالبانو "ناکام" حکومت د داعش د خراسان څانګې د ودې اصلي لامل دی.
جیمز سنل چې د امریکا د نیو لاینز د فکري مرکز پخوانی څېړونکی او سلاکار دی، په ډیلي ټېلګراف کې په خپله مقاله کې خبرداری ورکړی، چې په لوېدیځو هېوادونو کې د داعش له خوا د لوی برید احتمال وړاندوینه کېږي.
هغه اندېښمن دی، چې کابل ته د امریکايي پلاوي سفر یا په افغانستان کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو اوازې د طالبانو سره د امریکا د اړیکو د عادي کولو د تدریجي پروسې پیل دی.
د سنل په وینا، د سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو انعام په لغوه کولو سره، امریکا شاید په دې باور وي، چې په افغانستان کې د داعش په نوم یو لوی دوښمن شتون لري او له همدې امله باید له طالبانو سره همکاري وکړي.
د داعش خراسان څانګې ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو راهیسې په روسیه او ایران کې مرګوني بریدونه کړي دي او په افریقا کې یې هم خپل شتون پراخ کړی دی.
سنل وايي، چې که څه هم داعش د طالبانو دوښمن دی، خو طالبان د ترهګرو دوښمن نه دی.
د کابل له سقوط وروسته "د القاعدې د مشر اېمن الظواهري په ګډون د دې نور ډلې غړي په کابل کې مېشت شول."
اېمن الظواهري د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د کابل په وزیر اکبر خان کې په سراج الدین حقاني پورې اړوند مېلمستون کې د امریکایي الوتکې له خوا د توغول شوي توغندي په واسطه ووژل شو.
د خپرې شوې مقالې لیکوال وايي: "امریکا یو ځل له افغانستان څخه د القاعدې د اېستلو لپاره جګړه پیل کړه، خو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو څو میاشتې وروسته، طالبانو القاعده بېرته هېواد ته راوبلله."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېر کال په فېبرورۍ کې څرګنده کړه، چې طالبانو "په ځینو مواردو کې" له متحده ایالاتو سره همکاري کړې ده.
مارکو روبیو وویل، چې دا استخباراتي همکاري په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو په اړه وه او طالبانو په دې اړه عمل وکړ.
سنل د دې همکارۍ منطق تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړی وايي: "طالبان حتا د داعش څخه ځان نه شي ساتلی. دا ډله زموږ په دفاع کې څه ګټه لري؟ موږ باید په دې اړه لږ فکر وکړو مخکې له دې چې دا وښیو چې یو ترهګر موږ د بل ترهګر څخه ساتلی شي."