د ایټالیا د اقتصاد وزیر وویل، پرته له متحده ایالاتو د اوو هېوادونو ډلې (جي۷) په دې بحث وکړ، چې څنګه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د تعرفو د پراخولو اعلان ته ځواب ووایی.
ګیورګیټي د چهارشنبې په ورځ په روم کې خبریالانو ته وویل: "د جي۷ دننه موږ هڅه وکړه چې وضعیت ارام کړو او یوه لار پیدا کړو څو د ټرمپ اداره خبرو ته کینوو او یو معقول دریځ غوره کړو.»
د ایټالیا د اقتصاد وزیر په داسې حال کې له خبریالانو سره په دې اړه غږېدلی، چې ټرمپ د هغو هېوادونو پروړاندې د ۹۰ورځو لپاره سوداګریزې تعرفې وځنډولې، چې د دوی د تعرفو پروړاندې یې غبرګون نه دی ښودی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه د ډېرو هېوادونو د وارداتو تعرفې د ۹۰ورځو لپاره ځنډولې دي.
د ټرمپ په وینا، په دغه ځنډ کې هغه هېوادونه شامل دي چې د ټرمپ تعرفو ته یې ځواب نه دی ورکړی.
د چین د غچ اخیستونکو اقداماتو په ځواب کې ټرمپ د چین څخه پر وارداتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې.
چین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپرېل له لسمې نېټې څخه به په ټولو امریکایي توکو ۸۴سلنه اضافي تعرفې ولګوي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې امریکا په چین باندې تعرفې ۱۰۴سلنې ته لوړې کړې.
ټرمپ ګواښ کړی و، چې د هېوادونو له خوا د متقابلې تعرفې زیاتوالی به متحده ایالاتو ته د دوی په صادراتو باندې تعرفې لوړې کړي، خو اروپا او چین د متحده ایالاتو دا ګواښ له پامه غورځولی او د هېواد په صادراتي توکو یې متقابل او غچ اخیستونکي تعرفې لګولي دي.
ټرمپ وویل، چې د چینایي تعرفو د غچ اخیستونکي زیاتوالي لامل "د نړۍوالو بازارونو لپاره بې احترامي" ده.