د جرمني راتلونکي ایتلافي حکومت، چې محافظهکار ګوندونه او سوسیالډیموکراتان پکې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د ناقانونه کډوالۍ د محدودولو لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې ده.راتلونکی حکومت غواړي سوریې او افغانستان ته د کډوالو استول پيل کړي.
په دغو اقداماتو کې له پولو نه د پناه غوښتونکو ردول، سوریې ته د مهاجرو استول اسانه کول او د کورنیو د یو ځای کېدو پروګرام ځنډول شامل دي.
د ایتلاف د تړون له مخې، هغه کسان چې د فرعي خوندیتوب حالت لري، د هغوی لپاره به د کورنیو یو ځای کېدو بهیر تر دوو کلونو ځنډول کېږي.
رویترز وايي، د کډوالو لپاره ټول فدرالي منل شوي پروګرامونه پای ته رسېږي او نوي پروګرامونه به نه جوړېږي.
په سند کې راغلي، پناه غوښتونکي به له اروپايي ګاونډیانو سره په همغږۍ د جرمني له وچو پولو ردېږي.
دا پرېکړې وروسته له هغه وشوې چې مهاجرت د جرمني په وروستیو ملي ټاکنو کې یوه مهمه موضوع وګرځېده، په ځانګړي ډول د ښي اړخو ګوندونو د ملاتړ له زیاتوالي او د یو شمېر مشهورو پېښو له امله چې کډوال پکې ښکېل وو.
راتلونکی حکومت غواړي چې سوریې او افغانستان ته د کډوالو استول پيل کړي، چې لومړیتوب به یې مجرمان او احتمالي خطرناک کسان وي.
دغه راز، د کډوالو لپاره له دریو کلونو وروسته د چټک تابعیت بهیر لغو کیږي، خو د تابعیت هغه اصلاحات چې د پخواني حکومت له خوا معرفي شوي، پر خپل ځای پاتې کیږي.
د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، ځینې اساسي وزارتونه د دواړو ګوندونو تر منځ ویشل شوي دي.
ایس پي ډي ته د مالیې، دفاع او عدلیې وزارتونه ورکول شوي دي. اتحادیې د کورنیو چارو او د بهرنیو چارو وزارتونه ترلاسه کړي دي.
په تړون کې د ډیجیټلي وزارت او د دولت مدرن کولو وزارت جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.