چین د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر امریکايي توکو لګول شوې نوې تعرفې به سر له سبا څخه عملي شي. چینايي چارواکو ویلي، چې د یادو تعرفو کچه به یې ۸۴ سلنه وي. له دې وړاندې پر امریکايي توکو د چین تعرفه ۳۴ سلنه وه.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د چین پر توکو له تعرفو لګولو وروسته چین هم پر امریکايي توکو د ۸۴ سلنه تعرفو لګولو اعلان وکړ.
د چین د مالیې وزارت ویلي، چې دغه تعرفې به سر له سبا څخه عملي شي.
پر همدغه مهال د چین سوداګرۍ وزارت ویلي، چې ۱۲ امریکايي شرکتونه یې د صادراتو د کنټرول او شپږ نور یې د «نامعتبره شرکتونو» نوملړ ته ور اضافه کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې د American Photonics او Novotech امریکايي شرکتونه چې د صادراتو د کنټرول نوملړ کې اضافه شوي له دې وروسته به یې د (ملکي او نظامي) توکو صادرول منع وي او دغه راز د «نامعتبره شرکتونو» په نوملړ کې شامل شوي Shield Al او Sierra Nevada Corporation شرکتونه به له چین سره د وارداتو، صادراتو او پانګونې حق له لاسه ورکړي.
د راپور له مخې، چین په دغه اقدام سره پر امریکايي توکو فشار زیاتوي او د اقتصادي تقابل بهیر ته یې نوی لوری ورکړی دی.
پر امریکايي توکو د چین له لوري د ۸۴ سلنې تعرفي لګولو پر نړیوالو مالي بازارنو هم منفي اغیزه کړې او د راپورونو له مخې د امریکا د ونډو بازار هم رالویدلی دی.
پر همدغه مهال د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسینټ له فاکس نیوز سره د خبرو پرمهال د چین د ۸۴ سلنې غچ اخیستونکې تعرفې اعلانول د خواشینۍ وړ موضوع بللې ده.
چین پر امریکايي توکو د تعرفې لوړولو اقدام په داسې حال کې وکړ، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر پر چینايي توکو له وړاندې ۲۰ سلنه لګول شوي تعرفو باندې ۳۴ سلنه اضافي تعرفې ولګولې او ټولې تعرفې یې ۵۳ سلنې ته لوړې شوې.