د سې شنبې په ورځ د ډومینیکن جمهوریت په پلازمېنه کې د یوه شپني کلب د چت پرېوتو له امله لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۵ نور ټپیان دي.
د رویټرز په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د پېښې په ځای کې د بېړنۍ ډلې کارکونکي له کنډوالو ژوندي پاتې کسان راباسي.
د قربانیانو کورنۍ د جېټ سېټ شپني کلب ته نږدې راټولې شوې، چې د خپلو عزیزانو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د میجر لیګ بېسبال لوبغاړي پیډرو مارټینز پر انسټاګرام پاڼې په خپلې خپرې شوې ویډیو کې ویلي: «زما د کورنۍ غړي لا هم له خاورو او ډېریو لاندې دي او موږ نه پوهېږو، چې دوی سره څه پیښ شوي دي.»
چارواکو وویل، چې په مړو شویو کسانو کې یو مشهوره سندرغاړی، یو والي او د میجر لیګ بیسبال پخوانی توپ وهونکی اوکتاویو ډوټل شامل دي.
د ډومینیکن جمهوریت د بېړني عملیاتو مرکز مشر خوان مانویل مینډیز د سې شنبې په ورځ وویل، چې د پېښې پرمهال په کلب کې د خلکو کره شمېره لا روښانه نه ده.
د ولسمشرۍ ویاند هومیرو فیګیروا په یوه بیان کې وویل، د بېړنیو ځواکونو ظرفیت یې لوړ کړی؛ ځکه چې د لټون عملیاتو د دوام لپاره ډېر درانه تجهیزات کارول شوي دي.
دغه پېښه د ډومینیکن مشهور سندرغاړي روبي پیریز د کنسرت پر مهال شوې.
په دې کنسرت کې ځینو سیاستوالو، ورزشکاران او نورو مشهورو شخصیتونه ګډون لاره.
ولسمشر لویس ابیناډر وویل، د قربانیانو په منځ کې د شمالي مونټ کریسټي ولایت والي نیلسي کروز هم شامله وه.
سیمهییزو چارواکو منلې، چې د MLB پخواني لوبغاړي اوکتاویو ډوټل او ټوني بلانکو هم په دې پیښه کې مړه شوي دي.
د دغه هېواد د سپورت وزارت ویاند ویلي، چې ډوټل تر موندنې وروسته سیمهییز روغتون ته پر لاره مړ شوی دی.