د رویترز له خوا نوې نظر پوښتنه ښيي، چې ډېری امریکایان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو پراخو تعرفو د لګولو وروسته د ورځنیو توکو د بیو د لوړوالي لپاره ځان چمتو کوي.
د رویټرز نظر پوښتنه چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده، ښيي چې ۷۳٪ ګډونوالو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هغو شیانو بیې لوړې شي، چې دوی یې هره ورځ اخلي، ځکه چې دا نوي مالیات به تقریباً پر ټولو وارداتو اغېز وکړي.
دغه نظرپوښتنه ښيي، چې ډېری امریکایان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو پراخو تعرفو له اعلان وروسته، د ورځنیو توکو د بیو د لوړوالي اندېښنه لري.
یوازې ۴٪ ګډونوالو فکر کاوه چې بیې به راټیټې شي، په داسې حال کې چې پاتې کسانو یا ویلي چې کوم بدلون نه راځي یا یې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ټرمپ تېره اونۍ د تېرو څو لسیزو تر ټولو لویې تعرفې اعلان کړې، چې دا کار د وال سټریټ بازارونه لړزولي، ځکه ډېر اقتصادپوهان وایي دا تعرفې به بیې پورته کړي او ممکن د امریکا او نورو هېوادونو لپاره اقتصادي رکود رامنځته کړي.
د نظر پوښتنې له مخې، شاوخوا ۵۷سلنه امریکایانو چې په کې د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند شاوخوا څلورمه برخه هم شامله ده ویلي، چې دوی د نویو تعرفو مخالف دي.
دا تعرفې تقریباً د هر هېواد پر وارداتو لږ تر لږه ۱۰سلنه تعرفه وضع کوي.
نږدې ۳۹ سلنه ګډونوالو له دغې تعرفې ملاتړ کړې او ۵۲ سلنې بیا ویلي، چې د ټرمپ د ادارې له دې خبرې سره موافق دي، چې نور هېوادونه د امریکا له اقتصاد څخه په نړۍوالو سوداګریزو اړیکو کې ناوړه استفاده کوي.
ټرمپ تل دا خبره کوي، چې د دې ډول سوداګریزو خنډونو له لارې به د امریکا تولید زیات شي، خو ۴۴٪ ګډونوالو له دې نظر سره مخالفت ښودلی.
د نظر پوښتنې نیمايي ګډونوالو چې په کې نږدې ټول جمهوري غوښتونکي شامل وو، ویلي چې دوی د ټرمپ له دغو تعرفو سره موافق دي که څه هم لنډ مهاله اقتصادي زیان به ولري، خو دا ارزښت لري چې امریکا په اوږدمهال کې پیاوړې شي.
د رویټرز دغه نظر پوښتنه په ټول امریکا کې په انلاین ډول ترسره شوه، چې په کې یو زرو او ۲۷ امریکایانو ګډون کړی.
دا سروې په ټول هېواد کې انلاین ترسره شوې، ۱۰۲۷ امریکایان پکې شامل وو او د تېروتنې اندازه یې شاوخوا ۳سلنه وه.