د جرمني د مسیحي دموکرات ګوند(سي ډي یو) مشر فریدریښ مېرڅ او د سوسیال دموکرات ګوند (اېس پي ډي) مشر لارس کلینګبایل د نوي ایتلافي حکومت پر جوړولو نږدې نهایي هوکړې ته رسېدلي دي.
د بېلد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اتحادیې اواېس پي ډي ټول ۱۹ لوړپوړي مرکچیان له نن سهار راهیسې دسي ډي یو په مرکزي دفتر کې سره ناست دي.
دواړو خواوو د دې هوډ څرګندونه کړې چې نن ورځ باید هوکړه لاسلیک شي، خو دا لا نه ده جوته چې کره وخت به کله وي.
که څه هم خبرو پرمختګ کړی، خو مالي او مالیاتي سیاستونه لاهم د اختلاف مهم ټکی دي.
واکمن اېس پي ډي ګوند ټینګار کوي چې باید پر شتمنو او لوړ عاید لرونکو خلکو لوړې مالیې وضع شي، په داسې حال کې چې سي ډي یو نه یوازې د دې مخالف دی، بلکې غواړي د پیوستون مالیه په بشپړ ډول له منځه یوسي.
سي ډي یو د دې مالیې د پای غوښتنه کوي، خو د مقابل لوري د رضایت لپاره کیدای شي لوړه مالیه (Spitzensteuer) ۴۲ سلنې او د شتمنۍ مالیه(Reichensteuersatz) ۴۵ سلنې ته پورته شي.
دغه راز د تقاعد موضوع کې ایس پي ډي غواړي د تقاعد کچه (د منځني تقاعد کچه د منځني معاش په پرتله) په ۴۸ سلنې کې ثابته وساتي، چې دا به د کارکوونکو لپاره د قسطونو لوړوالي معنا ولري، خو سي ډي یو بیا د دا ډول « سخت تعریف شوي حد» مخالفت کوي.
له مرکچي ټیم سره نږدې سرچینو بیلد ته ویلي، چې ښايي نن شپه اوږده وي حتا د شپې تر ناوخته یا سبا سهار دوام وکړي.
که نن توافق وشي د نوې هوکړې رسمي اعلان به د چارشنبې ورځ وشي.
تمه ده چې فریدریښ مېرڅ به د مې پر۷مه د پارلمان له خوا د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شي.