د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د اوکراین سرتېرو دوه چینايي وګړي نیولي چې د روسیې له ځواکونو سره جنګېدل.
هغه زیاته کړه، چې کییف به له بېجینګ څخه په دې اړه وضاحت وغواړي او له خپلو متحدینو څخه به د غبرګون غوښتنه وکړي.
په وروستیو کلونو کې مسکو او بېجېنګ د خپلې “ژورې” ملګرتیا ستاینه کړې او له هغه راهیسې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال فېبرورۍ پر اوکراین یرغل وکړ، دوی خپلې سیاسي، پوځي او اقتصادي اړیکې لا ژورې کړې دي.
تر اوسه مسکو او بېجېنګ د زېلېنسکي د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندريي سیبیها په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، چې د چین د سفارت شارژدافیر احضار شوی ترڅو وضاحت ورکړي.
سیبیها وویل: “اوکراین کې د روسیې د یرغلګر پوځ په چوکاټ کې د چیني وګړو ګډون، د چین له خوا د سولې اعلان شوی دریځ تر پوښتنې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د بېجېنګ اعتبار تر سوال لاندې راولي.”
چین دې شخړه کې ځان بې طرفه بولي او وایي چې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر یې حتی د جګړې تجهیزات هم نه دي لېږلي.
خو چین د روسیې نږدې سیاسي او اقتصادي متحد پاتې شوی او د ناټو غړو هېوادونو بېجېنګ د مسکو د یرغل “تصمیمنیونکی ملاتړی” بللی، چې تر اوسه یې دا یرغل نه دی غندلی.