انګلستان کې یوې مېرمنې د پیوند شوي رحم څخه ماشوم وزېږاوه

۳ ورځې مخکې

بریتانوۍ مېرمنې ګریس ډیویډسن د خپلې خور له رحم پيوندولو وروسته د اېمي ایزابیل په نوم لور وزېږوله.

جراحانو دا یو «حیرانوونکی طبي پرمختګ» بللی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا لومړی ځل دی چې په انګلستان کې یوې مېرمنې د رحم له پیوندولو وروسته ماشوم زېږولی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې ګریس ډیویډسن ځوانه وه، روغتیاپالانو معلومه کړه چې هغه په یوه نادره حالت کې له رحم پرته نړۍ ته راغلې ده.

ډاکټرانو ویلي، چې دغې ۳۶ کلنې مېرمنې په ۲۰۲۳ کال کې له اته ساعته جراحي عملیاتو وروسته د خپلې خور رحم ترلاسه کړ.

ویل کېږي، چې ګریس ډیویډسن او د هغه خاوند ۳۷ کلن انګوس پر خپلې نوې زېږېدلې لور «امي ایزابیل» نوم اېښی؛ اېمي د ګریس د خور نوم او ایزابیل د هغه ډاکټر نوم دی، چې د رحم په پیوندولو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

ګریس ډیویډسن وویل، هغه ډېره خوشحاله شوه کله یې چې د لومړي ځل لپاره خپله لور امي ایزابیل ولیدله.

د راپورونو له مخې، دغه ماشومه (د فبرورۍ میاشت په ۲۷مه) نېټه د لندن کوین شارلټ چېلسي په روغتون کې زېږېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو