محمد عمر داودزی د افغانستان ژغورنې ملي شورا اجرائیه رییس وټاکل شو

۲۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان ژغورنې ملي شورا په خبرپاڼه کې ویلي، چې د پخواني افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکی محمد عمر داودزی د دې شورا د اجرایوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، ۳۴ نور افغان سیاسي او د مدني ټولنې مشران له دې شورا سره یوځای شوي، چې د غړو شمېر یې ۷۱ ته ورسېد.

دې شورا په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې غړو یې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د مشرانو پر نوي نوملړ بحث کړی، چې په دې شورا کې د ګډون لپاره یې لېوالتیا ښودلې ده.

د شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې داودزي او د افغانستان د ملي نجات شورا د دارالانشا سرپرست ته دنده سپارل شوې، چې د شورا پر اوسني جوړښت بیا کتنه وکړي، چې د نوې کمېټې د جوړېدو وړاندیز یې یوه برخه ده.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له جهادي مشرانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د ځینو مخکښو سیاسي ګوندونو له مشرانو جوړه ده.

دا شورا وروسته له هغه په ​​بهر کې جوړه شوه، چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ او غړي یې ټول له افغانستان نه بهر دي.

مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او سرور دانش د شورا لوړ پوړي غړي دي.

دې شورا په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره خپل ماموریت ته ژمن دي او په هېواد کې د یوه حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو په لټه کې ده.

نور خبرونه

رادیو