د لبنان حزب‌الله ډلې د وسلو په تړاو مذاکراتو ته چمتووالی وښود

۷ ساعتونه مخکې

د لبنان د حزب‌الله ډلې یوه لوړپوړوي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا ډله د لبنان له سوېل څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د هغوی د هوايي بریدونو د بندېدو په صورت کې چمتو ده، څو خپلو جنګیالیو ته د بې‌وسلوکېدو په تړاو د لبنان له ولسمشر سره مذاکرات وکړي.

دغه اژانس د حزب‌الله د لوړپوړي چارواکي په حواله زیاته کړې، چې دا ډله د ملي ستراتیژي په چوکاټ کې او د لبنان له سوېل څخه د اسراييلي پوځ د وتلو په شرط مذاکراتو ته چمتو ده.

د دغې ډلې چارواکي رویټرز ته وویل: «حزب‌الله هغه وخت چمتو دی چې د وسلو په تړاو مذاکرات وکړي چې اسراییلي پوځ د لبنان له پنځو سیمو څخه ووځي او پر دغه هېواد خپل هوايي بریدونه پای ته ورسوي.»

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د لبنان د ولسمشر دفتر تر اوسه د لبنان د حزب‌الله ډلې د دغه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

رویټرز د حزب‌الله لبنان په حواله دا راپور داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې مخکې اسراییل او د لبنان حزب‌الله یو بل د ۲۰۲۴ د نوامبر میاشتې د اوربند پر ماتېدو تورن کړل او اسراييلي پوځ یو وار بیا له څو میاشتني ځنډ وروسته د بیروت پر سوېلي څنډو هوايي بریدونه وکړل.

اسراییلي پوځ په یوه بیان کې ادعا کړې وه، چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یې د بیروت په سوېلي څنډو کې یوه ودانۍ چې حزب‌الله لبنان د مرکز په توګه پېژندل کېده، په نښه کړې ده.

د یادونې ده، چې د اسراییل او لبنان تر منځ د تاوتریخوالي له پیله تر اوسه شاوخوا څلور زره لبنانیان وژل شوي او زرګونه نور بې‌کوره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو