د ټرمپ اداره پلان لري چې غیر قانوني کډوال هره ورځ تر ۹۹۸ ډالرو پورې جریمه کړي.
رویټرز د ترلاسه شویو سندونو له مخې وايي، چې که کډوال جریمې ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.
د اسنادو له مخې، چې رویټرز ته رسېدلي، هغه کډوال چې له متحده ایالتونو نه یې د وتلو امر تر لاسه کړی، خو لا هم له دغه هېواده نه دي وتلي، هره ورځ به تر ۹۹۸ ډالرو پورې جریمه کیږي.
په اسنادو کې راغلي، چې که کډوال دغه جریمه ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.
دا جریمې د ۱۹۹۶ کال هغه قانون ته ستنېږي چې لومړی ځل په ۲۰۱۸ کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال فعال شوی و. اوس پلان دی چې دا جریمې تر پنځو کلونو پورې تطبیق شي، چې ښایي پر یو شمېر کډوالو تر یومیلیون ډالرو پورې مالي بوج راشي.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت ویاندې ټریشیا مکلافلین ویلي، « غیرقانوني کډوال باید دCBP Home نومي موبایل اپ له لارې د وتلو اعلان وکړي او که ویې نه کړي، نو د قانون له مخې به ۹۹۸ ډالره د ورځې جریمه شي».
د اسنادو له مخې، سپینې ماڼۍ د ګمرک او سرحدي محافظت ادارې باندې فشار راوړی چې د جریمو، شتمنیو ضبط او د هغو د پلور چارې اداره کړي.
د ایف ډبلیو ډي په نامه د مهاجرت ملاتړ ډلې اټکل دا دی چې شاوخوا ۱۰میلیونه غیرقانوني کډوال د امریکایي وګړو یا قانوني مقیمینو سره یوځای ژوند کوي، چې دا جریمه به ډېرې بېوزلي کورنۍ تر فشار لاندې راولي.
د بایډن د دورې یوه لوړپوړي چارواکي سکاټ شوچارت ویلي چې دا اقدامات د قانون د پلي کولو لپاره نه، بلکې د وېرې خپرولو لپاره دي.
دسي بي پي یو یادښت چې رویټرز لیدلی، ښيي چې دا اداره د دا ډول جریمو د تطبیق تخنیکي امکانات نه لري او د سیستمونو نوي کول به خورا لګښت ولري.