د بنګله دېش تښتېدلې پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد وایي، چې دغه هېواد اوس پر یوه ترهګر هېواد بدل شوی او د دوی د ګوند غړي وکیلان، خبریالان، پولیس او هنرمندان هره ورځ په مرموزه توګه وژل کېږي.
د اې ار وای نیوز د شیخ حسینې په حوالې لیکلي، چې په دغه هېواد کې نوي حکومت پر رسنیو بندیزونو وضع کړي، هیڅوک د وژنو، جنسي تېریو او غلاوو په اړه خبر نشي خپرولی او که کومه رسنۍ داسې خبرونه خپاره کړي؛ نو د حکومت له لوري په نښه کېږي.
پخوانۍ لومړۍ وزیرې د بنګله دېش د انتقالي دورې مشر محمد یونس په اړه زیاته کړې:« هغه داسې کس و، چې هېڅکله یې له خلکو سره مینه نه لرله؛ محمد يونس ډېر کم د سود پورونه ورکول او دا پيسې يې په بهر کې د هوسا ژوند تېرولو لپاره کارولې.»
هغې زیاته کړې، چې هغه مهال د محمد یونس په دوه مخيتوب پوهه نشوه، په هغه کې د واک لپاره لېوالتیا موجوده وه او دا دی نن بنګله دېش په اور کې سوځوي.»
شیخ حسینه واجد وویل:« خدای زما په لاس یو څه ښه کول غواړي؛ ځکه یې تر اوسه ژوندۍ ساتلې یم،.یوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږم او ټول هغه کسان به محاکمه کوم، چې زما د ګوند غړي او فعالان یې په نښه کړي دي.»
د بنګلهدېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد وروسته له هغه هند ته پناه یووړه، چې په دغه هېواد کې د زدهکوونکو لاریونونه کړکېچن شول او بالاخره د هغې د استعفا غوښتنه وشوه.
لاریونوال چې د هغې حکومت یې په استبداد او فساد تورن کړی و؛ د هغې رسمي استوګنځي ته ورسېدل او نوموړې اړه شوه، چې هېواد پرېږدي.
له هغې وروسته یوه انتقالي حکومت واک ترلاسه کړ؛ خو هېواد یې لاهم په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب دی.