د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړ، چې که د ایران د اټومي پروګرام د درولو لپاره خبرې ناکامې شي یا ایران ځنډ وکړي، نو «پوځي ګزینه» به مطرح شي.
نتنیاهو له ټرمپ سره د دوشنبې د ورځ د کتنې په اړه وویل: «تر هر څه مخکې مو د ایران په اړه خبرې وکړې. مونږ موافق یو چې ایران به اټومي وسلې و نه لري. دا کولی شوو په یوې هوکړې سره ترسره کړو، خو په هغه صورت کې چې دغه هوکړه د لیبیا د هوکړې په څېر وي چې ټولو اټومي تاسیساتو ته چاودنه ورکړي او ټول تجهیزات د امریکا تر څار لاندې له منځه یوسي، داسې ډېر ښه دی».
نوموړي زیاته کړه: «دویمه ګزینه دا ده، چې که داسې هوکړه و نه شي او هغوی یوازې وغواړي مذاکرات اوږد کړي، نو په دې صورت کې باید له پوځي ګزینې کار واخیستل شي او ټول په دې پوهېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر وویل: "له ایران سره زموږ خبرې اترې په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ مستقیم له هغوی سره خبرې کوو. موږ به د شنبې په ورځ له ایران سره په لوړه کچه خبرې وکړو."
ډونالډ ټرمپ دغه راز ټينګار وکړ، چې ښایي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پیل تایید کړ او وایي، چې ایران او امریکا د شنبې په ورځ په عمان کې په غیر مستقیم ډول سره په لوړه کچه ګوري.