الجزیرې ټلویزون راپور ورکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې د هغو هېوادونو په اړه خبرې کړي، چې له غزې په جبري ډول د شړل شویو فلسطینیانو لپاره مناسب دي.
ورته مهال اسراییل تر ۶۰ پورې فلسطینیان هم وژلي دي.
د الجزیرې د خبر له مخې، د اسراییلي پوځ د بمباریو له امله د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او له ۴۰۰ زرو ډیر خلک بې ځایه شوي دي.
د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې هغه او ټرمپ له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د امریکا د مشر د «زړور» لید په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه له امریکا سره د یرغمل شویو وګړو د خوشې کولو لپاره پر یوه بل تړون کار کوي. هغه وویل: «موږ اوس په یوه بل تړون کار کوو، چې هیله لرو بریالي به شو.»
نتنیاهو دا ادعا هم وکړه، چې اسراییل ژمن دی «د غزې خلکو ته دا وړتیا ورکړي چې په ازاده توګه هر چیرې چې وغواړي لاړ شي.»
تیره اوونۍ، هغه وویل چې اسراییل «سیمه نیسي» او اراده لري، چې د نوي امنیتي دهلیز په جوړولو سره د غزې تړانګه «تقسیم» کړي.
د ملګرو ملتونو د شپږو ادارو مشرانو د غزې په تړانګه کې د اوربند د بیړني تمدید غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسراییل د اوربند له ماتولو راهیسې یوازې په لومړۍ اوونۍ کې تر زرو ډیر ماشومان وژلي او ټپیان کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي.
د حکومت د رسنیو دفتر د مړو شمیره له ۶۱،۷۰۰ څخه ډیره ښودلې، او ویلي یې دي، چې په زرګونو خلک تر خاورو لاندې لادرکه دي چې ګومان کیږي مړه شوي دي.
بلخوا په غزه کې حماس وسلهوالې ډلې ویلي، چې د اسراییلي پوځ د بريدونو په ځواب کې یې پرون د اسراییل سوېلي ښارونه په توغندیو وېشتلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اسراییل پوځ ویلي، چې حماس ډلې شاوخوا لس توغندي توغولي دي؛ خو دوی په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.