ټرمپ: مونږ د خپلو ملګرو ساتنه کوو نه د دوښمنانو

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خپله اراده څرګنده کړه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره بشري مرستې ونه کړي.
ټرمپ له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدو ته په اشارې وویل: «مونږ د خپلو ملګرو ساتنه کوو نه د دوښمنانو.»

نوموړي دغه راز وویل، بایډن نه یوازې له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له امله امریکا شرمنده کړه، بلکې هغه هېواد ته یې «سترې مالي سرچینې» هم پرېښودې چې طالبان پرې واکمني کوي.
ټرمپ د دوشنبې په ماښام د اسراییل له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «مونږ له ډېرو هېوادونو سره مرستې کړي، ښایي باور و نه کړئ چې مونږ افغانستان ته ډېرې زیاتې پیسې ورکړي دي.»
هغه زیاته کړه: «البته دا د بایډن په وخت کې کېده. هغه نه یوازې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي کې د شرم وړ ګرځېدلی، بلکې مېلیاردونه ډالره یې هغوی (طالبانو) ته هم ورکړي. مونږ په ښه توګه له خپلو ملګرو ساتنه کوو، نه له دوښمنانو.»
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د امریکا پر مرستو نیوکه کړې وه او د دې مرستو لویه برخه یې پرې کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د خپلې لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې یې ویلي و، چې که طالبان په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستې به ورباندې ودروي.
ټرمپ ویلي و، «موږ هر کال مېلیاردونه ډالر ورکوو خو دوی باید پوه شي، چې تر هغه نورې پیسې نه ورکوو څو زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امریکا د مرستو د بندېدو په تړاو وویل، چې دې ډلې په تېر ۱۴۰۳کال کې ۵۵۵ پراختیايي پروژې منظورې کړي، چې ځینې یې بشپړې شوې دي.
مجاهد د دغو مرستو په اړه وویل، چې دا مرستې موسسې اخلي او دوی ورته نه اړتیا لري او نه یې هم غوښتنه کړې ده.
نوموړی همداراز وویل، چې د افغانستان ملي بودیجه په داخلي عوایدو تمویلېږي.
مجاهد وویل، نړۍوالې مرستې د طالبانو حکومت ته نه، بلکې نړۍوالو مرستندویه موسسو ته ورکول کېږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ مېلیارده ډالرو مرسته کړې ده.
د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیه کېدو په برخو کې لګول شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې د ۲۰.۷۱ مېلیارډه ډالرو مرستو له ډلې څخه ۲.۹۷ مېلیارډه یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوي دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوي: (۲.۰۲۹ مېلیارده) بشري مرستې، (۴۵۸ مېلیونه) پراختیایي او رغنیزې مرستې، (۳۱۶ مېلیونه) سازماني عملیات او (۱۰۰مېلیونه) د امنیت په برخه کې لګول شوي دي.


پر افغانستان د امریکا د مرستو د بندېدو زیانونه
د امریکا د مرستو بندېدو افغانستان ته پراخ زیانونه رسولي دي.
په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو مړینه زیاته شوې ده.
د بېوزلۍ کچه په بې سارې توګه زیاته شوې ده.
له ۲۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې هم فعالیت درېدلی دی.
د ډالرو پروړاندې افغانۍ بې ثباته شوي او طالبان نږدې هره اونۍ مېلیونونه ډالر لیلاموي.

نور خبرونه

رادیو