طالبانو د پاکستان له لورې په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروګرام غیر انساني بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
دغې ډلې له ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې ددې انساني ناورین د مخنیوي په موخه لاس په کار شي.
د طالبانو ریاست الوزا په مشرۍ لوړپوړو طالب مشرانو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړې او د پاکستان د حکومت دغه کړنه یې غیر اسلامي او غیر انساني یاده کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي: «غونډې د افغان کډوالو سره د غیر اسلامي او غیر انساني چلند او د ټولو اصولو پر خلاف په زور سره اېستل په کلکو ټکو غندلی، دغه کړنه یې د ټولو اسلامي ارشاداتو او نړۍوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقوقو خلاف عمل وباله، همدرانګه د پاکستان له ولس، سیاسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو دوی هم په دې اړه خپل اسلامي او د ګاوندیتوب مسوولیت اداء کړي».
فطرت لیکلي، چې د غونډې ګډوالو وویل: «ټولو ته واضیح ده چې د افغانستان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي، موږ غواړو چې دغه دیني تاریخي او فرهنګي اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي ، ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.»
طالب چارواکو په دغه غونډه کې پر ملګرو ملتونو او نړۍوالو سازمانونو غږ وکړ، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسوولیت اداء کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو سازمان IOM په خپل اېکس لیکلي: «موږ د اپرېل په پنځمه نېټه له پاکستان څخه د اجباري راستنېدو په شمېر کې زیاتوالی ثبت کړی دی، وروسته له هغه چې د حکومت له خوا د افغانانو لپاره د وتلو یا له هېواد څخه د شړلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.»
له دې سره، وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه ۱۱,۳۷۱ غير قانوني افغان کډوال له پاکستانه څخه اېستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، يوازې نن ۳,۶۶۹ غير قانوني مېشت افغانان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان تېره میاشت افغان ACC کارت لورونکو او بې اسناده افغانانو ته خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه ووځي.
همدا ډول دغه هېواد پلان لري، چې درې مېلیونه افغان کډوال چې په پاکستان کې مېشت دي له خپلې خاورې وباسي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان او په تېره پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي دي.
زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته افغانستان ته شړل شوي او همدا ډول سلګونه نور افغانان چې د پولیسو له لورې نیول شوي، د دوی په کمپونو کې د جبري بېرته ستنولو پروسې ته په تمه دي.