د یمن د پلازمېنې صنعا په شعوب سیمه کې د حوثیانو د یوه قومندان په کور د امریکا په هوایي برید کې ۲۵ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د العربیه د راپور له مخې، په دې برید کې څلور تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
ویل کېږي، چې دغه برید د صنعا په ختیځ کې د حوثیانو د یوه قومندان په کور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امریکا د یمن د الحدیده په سوېل التحیتا سیمه کې د حوثي قوماندانانو په یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې د دغې ډلې د قومندانانو په ګډون ۷۰ تنه ووژل شول.
د امريکا جنګي الوتکو په دې وروستیو کې د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړ څخه د برخمنو حوثيانو پر مرکزونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی او لسګونه قومندانان یې وژلي دي.
د امریکا بریدونه د حوثيانو له خوا د سره سمندر په ستراتیژیکه سیمه کې د خطرونو له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.
دا هغه سیمه ده، چې د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او حوثيانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته څو بریدونه کړي او ادعا کوي، چې دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او د اسراییل اړوند کښتۍ په نښه کوي.