امریکا د سوېلي سوډان د وګړو ټولې ویزې لغوه کوي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

د سوېلي سوډان د انتقالي حکومت د ناکامۍ له امله چې د خپلو ستانه شویو وګړو په بېرته منلو کې پاتې راغلی؛ امریکا د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو لپاره ویزې لغوه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې هغه د سوېلي سوډان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې لغوه کولو او امریکا ته د داخلېدو د مخنیوي لپاره د نورو محدودیتونو لګولو په برخه کې اقدام کوي.

روبیو پر اېکس پاڼه کاږلي، د دغه اقدام لامل د سوېلي سوډان د انتقالي حکومت ناکامي ده چې په خپل وخت یې بېرته ستانه شوي وګړي نه و منلي.

هغه وویل:« د سوېلي سوډان انتقالي حکومت د هغې ناکامۍ له امله چې د خپلو وګړو په بېرته منلو کې پاتې راغلی، زه اقدام کوم چې د دغه هېواد د ټولو پاسپورټ لرونکو کسانو ویزې لغوه کړم او متحده ایالاتو ته یې د ننوتلو د مخنیوي لپاره په سملاسي توګه د نورو محدودیتونو په اړه فکر وکړم.»

روبیو دا هم وویل، چې متحده ایالات به «د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو له‌خوا امریکا ته د ننوتلو مخنیوي لپاره د نورو ویزو د ورکړې مخه ونیسي.»

روبیو زیاته کړه، واشنګټن به هغه وخت د دغه کړنو بیاکتنې ته چمتو شي چې سوېلي سوډان په بشپړه توګه په دې برخه کې همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو