جرمني ښايي په جون میاشت کې د افغانانو د تخلیې بهیر ودروي

۱ ساعت مخکې

د جرمني د اتحادي ګوندونو (سي ډي یو او سي اېس یو) پارلماني استازو اعلان کړی چې غواړي د افغانانو د منلو پروګرامونه پای ته ورسوي. د سوسیال مسیحي اتحادیې مرستیالې اندریا لېندهولڅ وېلت ام زونټاګ ورځپاڼې ته ویلي، چې مخکې ورکړل شوې ژمنې باید په دقت سره وڅېړل شي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۸۰۰ افغانان په پاکستان کې انتظار باسي چې جرمني ته لاړ شي. دوی ته د جرمني اړوندو ادارو د منلو رسمي ژمنې ورکړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا شمېر ۲۸۰۰تنه ښودلی.

ویل شوي چې په دې کې د جرمني د پوځ پخواني همکاران او د جرمني د نورو ادارو او موسسو کارکوونکي (محلي همکاران) او د هغوی کورنۍ شامل دي.

د بدیلې سناریو غوښتنه

د وېلت ام زونټاګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې (GIZ) ته ویل شوي چې د تخلیې بهیر د ناڅاپي بندېدو لپاره تر جون میاشتې یوه بدیله سناریو چمتو کړي.

دوی د جرمني د بیلابېلو قبولۍ پروګرامونو له لارې منل شوي دي، چې د فدرالي منلو پروګرام، د پخوانیو محلي همکارانو پروسه، د بشر حقونو نوملړ او د لنډمهاله استوګنې پروګرام پکې شامل دي.

د وېلت ام زونټاګ د معلوماتو له مخې، دوه ممکنه سناریوګانې تر ټولو ډېرې تر بحث لاندې دي چې یو د ژمنو لغو کول یا بیا ارزونه ده. په دې کې به مخکې ورکړل شوې د منلو ژمنې په انفرادي ډول بیا وارزول شي او ښايي ځینې یې د ګواښ کچې د کمېدو یا د اړوند کس د وضعیت بدلېدو له امله لغو شي.

دویمه سناریو، بدیل مېکانېزمونه یا د ځای پر ځای کولو حل لارې دي چې د مستقیم انتقال پرځای به د دغو کسانو لپاره نورې متبادلې حل لارې لټول کیږي لکه د درېیمو هېوادونو له لارې پروسه یا د سیمې دننه خوندي استوګنځایونه، خو دا تر اوسه ډېر روښانه شوي نه دي.

د ژمنلیکونو له سره ارزول

د جرمني اتحادي ګوندونه، چې د ټاکنو بریالۍ اتحادیه ده، اوس حتا د منلو هغه ژمنې هم تر پوښتنې لاندې راولي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته ورکړل شوې دي.

د اتحادي فرکسیون مرستیالې اندریا لېندهولڅ وېلت ام زونټاګ ته وویل،« هدف دا دی چې یاد پروګرامونه پای ته ورسېږي. هغو کسانو ته چې مخکې ژمنې ورکړل شوې، باید هر مورد جلا او په دقت سره وکتل شي».

د ژمنو د لغو کېدو په صورت کې یو شمېر سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا کار به د جرمني لپاره د اعتماد لوی تاوان وي او ښايي د اړمنو کسانو لپاره وژونکې پایلې ولري.

د کابل لوفت بروکه سازمان بنسټګر روبن نوېګباور ویلي، « که یو حکومت یا لومړی وزیر د ډونالډ ټرمپ په شان د نه وړاندوینې وړ او بې ثباته وي، بیا څوک پرې باور کولای شي؟».

یاد سازمان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغو کسانو د ژغورلو لپاره کار کوي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.

د جرمني د نړیوالو همکاریو اداره دا مهال په اسلام‌اباد کې د دغو کسانو لنډمهالې استوګنه تنظیموي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک تر لاسه کړی، جرمني ته د افغانانو پر تخلیې ټولټال نږدې ۱۸۳ میلیونه یورو لګول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو