ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د میانمار له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې په میانمار کې (د مارچ ۲۸مې) زلزله کې د مړو شمېر تر ۳۳۵۴ کسانو هم واوښت.
د میانمار د دولتي رسنیو د راپور له مخې، په دې زلزله کې شاوخوا ۴۸۵۰ کسان ټپیان شوي او ۲۲۰ تنه نور لا هم ورک دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلچر د میانمار د دویم ستر ښار څخه د لیدنې پر مهال وویل:« د دغې زلزلې ویجاړۍ حیرانوونکې دي. ژوندو لمنځه تللی، کورونه ویجاړ شوي او د خلکو روزګار له خاورو سره خاورې شوی؛ خو د میانمار د خلکو زغم او مقاومت د ستاینې وړ دی. نړۍ باید د دوی تر څنګ ودرېږي».
د راپورونو له مخې، دغه زلزله چې شدت یې ۷.۷ درجې و؛ د میانمار هغه سیمې یې وځپلې چې شاوخوا ۲۸ مېلیونه وګړي پکې مېشت دي.
چین، هند او د سویلي ختیځې اسیا ځینو هېوادونو د تېرې اونۍ په ترڅ کې ژغورونکې ډلې او بشري مرستې زلزله ځپلو سیمو ته لېږلې دي.
د امریکا متحده ایالتونه چې څه موده مخکې د نړۍ تر ټولو ستر بشردوستانه مرسته کوونکی هېواد و؛ د زلزله ځپلو د مرستې لپاره لږ تر لږه ۹ مېلیونه ډالر ځانګړې کړي دي؛ خو یو شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو پروګرامونو کمزوري کېدو له امله د ناورینونو پر مهال د غبرګون پر چټکتیا اغېزه کړې ده.
مارسیا وونګ چې پخوا یې د امریکا د پراختیایي ادارې USAID مشري کوله ویلي، د دغه ادارې درې تنه هغه کارکوونکي چې تر زلزلې وروسته میانمار ته استول شوي وو، خبر ورکړی چې له دندو ګوښه کېږي.
وونګ زیاته کړې:« دغې ډلې له پوره انرژۍ سره کار کاوه، چې خلکو ته مرستې ورسوي؛ خو دا ناڅاپي ګوښه کول یې مورال ماتوي».
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېسیون هم ویلي، چې د میانمار پوځي رژیم په هغو سیمو کې چې د مخالفینو تر واک لاندې دي، د مرستو رسولو مخه نیولې.
دغه دفتر همداراز ویلي، د پوځ لهخوا د مخالفینو پر ضد ۵۳ احتمالي بریدونه څېړي چې ۱۶ یې تر اوربند وروسته ترسره شوي دي.