زرګونوو کسانو په واشنګټن ډي سي او د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه شتمن ملاتړي ایلان ماسک پر ضد لاریونونه کړي.
د لاریونونو تنظیموونکو رویترز ته ویلي، چې نږدې ۱۵۰ ډلو په دغو مظاهرو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې وه او یادې مظاهرې د امریکا د ټولو ایالتونو تر څنګ په کاناډا او مکسیکو کې هم پلان شوې وې.
د ټیري کلاین په نوم یوه متقاعده ساینس پوه چې د امریکا د نیو جرسي څخه راغلی او په واشنګټن کې یې د ټرمپ ضد لاریون کې برخه اخیستې، رویټرز ته ویلي، په دغه لاریون کې یې د ټرمپ د سیاستونو پر ضد ګډون کړی:«زه دلته له کډوالۍ څخه نیولې د ایلان ماسک ادارې پورې، د زده کړو او تعرفو هرڅه. زما هدف دادی، چې د دې هر څه له امله زموږ ټول هېواد او بنسټونه تر برید لاندې دي.»
په دغو لاریونونو کې یو شمېر لاریونوالو د اوکراین بیرغونه او د فلسطین د زادۍ شعارونه هم له ځان سره لیږدول.
پر همدغه مهال د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټو غړو هم د ټرمپ پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي.
د واین هافمن په نوم یو ۷۳ کلن تقاعد شوی مالي مشاور وايي، چې د ټرمپ اقتصادي پالیسیو او تعرفو ته اندیښمن دی، « دا به په ځینو ایالتونو کې کروند ګرو ته زیان ورسوي، خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
ټرمپ چې په دې اونۍ کې یې د سوداګریزو تعرفو په لوړولو سره مالي بازارونه ولړزول او د نړۍ ګڼ هېوادونه یې خپه کړل، تېره ورځ د همدې لاریونونو پرمهال په فلوریډا کې و.
یو بل لاریون کوونکی ۸۴ کلن سو ان فریډمین وايي:«ما فکر کاوه چې زما د لاریون کولو ورځې نورې پای ته رسیدلې دي، خو اوس بیا د ټرمپ او ماسک په څیر کسانو سره مخ یو.»
دغه لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ په ملاتړ د ماسک له لوري د حکومت د موثریت ادارې له ۲۰۰زره ډیر دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
د دغو لاریونو په ترڅ کې سلګونه کسان بالټیمور ته نږدې د ټولنیز امنیت ادارې مرکزي دفتر مخ ته هم راټول شوي وو، چې د دغې ادارې د کارکوونکو د کمښت پرضد اعتراض وکړي.
یوه لاریون کوونکې چې دوه میاشتې وروسته به ۶۵ کلنه شي وايي:« زه له ۱۶ کلنۍ څخه مالیه ورکوم. زه ویریږم، غوسه یم، حیرانه یم چې دا څنګه ممکنه ده. زه امریکا سره مینه لرم، خو زړه مې مات دی. زه خپلې پیسې غواړم، خپل حق غواړم.»
پر همدغه مهال د سپینې ماڼې ویاند مرستیال هوسټن رویټرز ته ویلي:«ټرمپ به هیڅکله د ټولنیز خوندیتوب ملاتړ پر قانوني مستحقینو بند نه کړي. خو ډیموکراټان غواړي دا امتیازات غیر قانوني کډوالو ته ورکړي، چې دا به د دې پروګرامونو د خرابیدو سبب شي.»
په امریکا کې له لاریونونو وړاندې په اروپا کې مېشتو امریکایانو هم د ډونالډ ټرمپ د کورنيو او بهرنيو پالیسیو غندلو په موخه په برلین، فرانکفورټ، پاریس او لندن کې لاریونونه وکړل.