په میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۴۷۱ تنو ته ورسېد

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

د میانمار دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په دغه هېواد کې د یوې سختې زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۴۷۱ ته ورسېده، خو لا هم د لټون او ژغورنې ډلې د نورو جسدونو موندلو ته دوام ورکوي.

په میانمار کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د مارچ په ۲۸مه وشوه، له څلورنیم زره څخه زیات کسان ټپیان کړي هم دي او تراوسه ۲۱۴ کسان لا هم نادرکه دي.

د ملګرو ملتونو لوړپوړي مرستندویه چارواکي ټام فلیچر چې د زلزلې مرکز ته څېرمه د منډالې په مرکزي ښار کې د قربانیانو سره کتل، وضعیت "حیرانونکی" وباله او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې "د میانمار د خلکو تر څنګ ودرېږي."

مرستندویه ډلې وېره لري، چې غیر موسمي بارانونه او سخته تودوخه کولی شي د کولرا په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو لامل شي.

فلیچر په اېکس لیکلي: "کورنۍ د خپلو کورونو له کنډوالو بهر خوب کوي په داسې حال کې چې د دوی د عزیزانو جسدونه له خاورو را اېستل کېږي. د لا زیاتو زلزلو اصلي وېره شته،"

په عین وخت کې د یانګون - منډالي اورګاډي لاین او د منډالي نړۍوال هوایی ډګر د زلزلې له امله زیانمن او تړل شوی دی.

زلزلې د یانګون - منډالي لاین په اوږدو کې ۶۰ بندونه او د اورګاډي ۱۱ پلونه زیانمن کړي.

په گاونډي هېواد تایلنډ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی او ۷۷ تنه لادرکه دي.

نور خبرونه

رادیو