د کاناډا د پارلمان د ساتنې خدمت (Parliamentary Protective Service) د جمعې په ورځ یوه بېړنۍ خبرتیا خپره کړه، چې له مخې یې د پارلمان ختیځه ودانۍ د امنیتي اندېښنو له امله وتړل شوه.
چارواکو له ټولو کسانو څخه چې په ودانۍ یا شاوخوا کې حاضر وو، وغوښتل چې نږدې خونې ته پناه یوسي، دروازې بندې کړي او تر نورو خبرتیاوو پورې په امن کې پاتې شي.
د اوتاوا پولیسو راپور ورکړی، چې یو کس د ختیځې ودانۍ سره نږدې سنګر نیولی و.
د پېښې دقیق جزییات تر دې دمه نهدي افشا شوي، خو د پولیسو په وینا چې د مشکوک کس حضور د بېړني غبرګون سبب شو.
پولیسو همداراز ویلي، چې د پارلمان ختیځه سیمه اوس د امنیتي ځواکونو او د پارلمان د ساتنې د ځانګړو افسرانو له لوري کلکه محاصره شوې او دغه ودانۍ تخلیه شوې.
امنیتي ځواکونه د سیمې څارنه کوي او هڅه کوي د پېښې د رامنځته کېدو علت او د مشکوک کس هویت معلوم کړي.
عیني شاهدان وایي، چې د پارلمان ودانۍ شاوخوا ته د پولیسو ګڼ شمېر موټرونه، د ځانګړو ځواکونو ډلې او نور امنیتي تجهیزات لېږدول شوي دي.
چارواکو لا تر اوسه د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړي، خو له خلکو یې غوښتي چې له دې ساحې لرې پاتې شي.
د کاناډا د پارلمان ختیځه ودانۍ چې زیاتره وخت د کمېټو غونډې په کې ترسره کېږي، د دغه هېواد یوه مهمه ودانۍ ده.
دا پېښه د ملي امنیت او د پارلمان د خوندیتوب په برخه کې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.