د اسراییل یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر یسراییل کاتز د یکشنبې په ورځ یو سند او داسې مخابراتي پیغامونه افشا کړل، چې پکې حماس پر اسراییل د اکټوبر ۷مې نیټې بریدونو لپاره له ایران څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې.
دغه سندونه چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل د دفاع وزیر له لوري افشا شوي، اسراییلي سرتیرو پر غزې د برید پر مهال نیولي او د دغه هېواد استخباراتو ته یې سپارلي وو.
د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز ادعا کوي او وايي، دغه سندونه ښيي چې حماس له ایران څخه پنځه سوه میلیونه ډالرو غوښتي وو، څو د اسراییل د له منځه وړو لپاره یې ولګوي.
نوموړی وايي، د حماس له لوري دا غوښتنه د اکټوبر د ۷مې له برید څخه مخکې یا د برید پرمهال شوې وه.
د اسراییل د دفاع وزیر وایي، چې د ایران د سپاه پاسداران او قدس ځواک د فلسطین د چارو مسوول چې «ایزدي» نومیږي د حماس د پخوانیو مشرانو یحیی سنوار او محمد ضیف له خوا شوې غوښتنه منلې وه.
کاتز وايي:«ایزدي د حماس غوښتنه پر ایران د اقتصادي فشارونو او بندیزونو سربیره تایید کړې وه، ځکه تهران ته د اسراییل او امریکا په ضد جګړې ډیر ازرښت لري.»
د اسراییل د دفاع وزیر وايي، نړۍ باید په دې وپوهیږي، چې ایران د « مار سر» دی او د حماس، حزب الله، حوثیانو، د سوریې او عراق د ترهګرو ډلو فعالیتونه رهبري کوي.
سره له دې چې اسراییل د حماس او ایران ترمنځ د اړېکو سندونه افشا کړي، خو د دغه هېواد استخباراتو ویلي، چې ایران د اکټوبر د ۷مې برید په اړه معلومات نه لرل، خو دا ناشونې ده، چې حماس دې د ایران د قدس ځواک له روزنې، وسلو او مالي ملاتړ پرته دا برید ترسره کړی وي.