برېتانیا وایي، اسرایيل ته د دغه هېواد د پارلمان د دوو غړو پر تګ بنديز «د نه منلو وړ» دی

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

د برېتانیا د بهرنيو چارو وزارت اسرایيل ته د دغه هېواد د پارلمان د دوو غړو پر تګ بنديز «د نه منلو او اندېښنې وړ » بللی دی.

د نیوز برېک رسنۍ د خبر له مخې، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي وویل چې د دغه هېواد د پارلمان د غړو پر وړاندې دا ډول چلند دوی ته د منلو وړ نه دی.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې د برتانیې د پارلمان دوه غړي ابتیسام محمد او اېوان ینګ اسراییل ته له داخلېدو منع شوي دي.

اسراییلي چارواکو دغه دوه برېتانوي استازي د فلسطین په ملاتړ تورن کړي او دغه هېواد ته یې د ننوتو مخه ونیوله.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دغو استازو د يوه پارلماني پلاوي په توګه اسراييل ته سفر کړى؛ خو اسراييلي چارواکو ادعا کړې، چې د پارلماني پلاوي لپاره کوم رسمي سفر نه دى پلان شوى او دغو کسانو د اسراييلي پوځ پر ضد د اسنادو د خپرولو اراده لرله.

د اسراییل د کورنیو چارو وزیر موشي ارمېل له څېړنو وروسته د دغو استازو د ننوتو د مخنیوي حکم صادر کړ.

خو د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ:« ما د اسراییل په حکومت کې خپلو سیالانو ته څرګنده کړه، چې د برېتانیا د پارلمان له غړو سره دغه ډول چلند د منلو وړ نه دی. موږ له دغو دوو استازو سره هم تماس نیولی او له هغوی مو خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.»

ډیویډ لامي یادونه کړې، چې د برېتانیا د حکومت موخه یوازې د اوربند، د خبرو اترو پیلول، د وینو تویولو پای ته رسول، د یرغمل شویو خوشې کول او په ټوله کې په غزه کې د جګړې پای ته رسول دي.

نور خبرونه

رادیو