د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د مرکزي او سوېلي اسیا چارو مشر ایرک مایر د سې شنبې په ورځ پاکسان ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا د چارو مشر ایرک مایر به د یو پلاوي په مشری د اپریل په اتمه اسلام اباد ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایرک مایر به د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم کې د مهمو کانونو په سکتور کې د امریکاګټو ته وده ورکړې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایرک به د دغه سفر پرمهال له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري چې په پاکستان کې د امریکایی سوداګرۍ لپاره فرصتونه پراخ کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ژورتیا ته وده ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ایرک به د یاد سفر پرمهال له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړي.
پاکستان ته د امریکايي پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې واشنګټن هڅه کوي له سویلي اسیا سره خپلې اړیکې یوځل بیا تازه کړي.
پرهمدغه مهال پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د کاني موادو د پرسس په برخه کې د امریکا د پانګونې هرکلی کړی.